د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست لخوا ۵ ورځنی سیمینار پای ته ورسېد

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په نوښت، د "څارنې او ساتنې" تر سرلیک لاندې ۵ ورځنی سیمینار د بېلابېلو وزارتونو او خپلواکو ادارو د ۱۸۰ تنو رئیسانو او آمرینو په ګډون پای ته ورسېد.
په یاد سیمینار کې د پوهنې وزارت له لوري د نشراتو او عامه اړیکو رئیس مفتي حبیبالله "قتاده نوري"، د مالي او حسابدارۍ رئیس مولوي صدرالدین "سعد"، د مدارسو او دارالحفاظونو رئیس مولوي عبدالرزاق"صدیق" او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري ګډون درلود.
د مسئولینو په وینا د همدغه سیمینار اساسي موخه د څارنې او ساتنې د بهیر پیاوړتیا، اداري روڼتیا، د کړنلارو پېژندګلوي، د ملکي خدمتونو کارکوونکو د وړتیاوو لوړونه، او د ادارو ترمنځ د اغېزمنې همغږۍ رامنځته کول وو.
د سیمینار په پای کې د پوهنې وزارت مالي او حسابدارۍ رئیس د خپلې وینا پرمهال وویل: "دا ډول پروګرامونه نه یوازې زموږ د اداري چارو لاروڼتیا ته ګټه رسوي، بلکې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوې هم لوړوي او موږ ژمن یو چې ترلاسه شوي مهارتونه په خپلو ادارو کې پلي کړو."
یاده غونډه د مفتي حبیبالله "قتاده نوري" په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.