د مرکز کابل او ځینو ولایتونو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ پرانیستل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۴ - ۱۳:۴۲
21

د پوهنې وزارت له لوري د مرکز کابل په شمول د کابل، لوګر او میدان وردګ ولایتونو د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د روزنیزو مهارتونو او وړتیاوو لوړولو په موخه ۴ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د یاد وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي، د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري، د اړوندو ولایتونو پوهنې مسئولینو، کارپوهانو او استادانو په حضور کې په رسمي ډول پیل شو.
په پیل کې د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس ګډون والو او حاضرو مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د سیمینار په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو د مسلکي وړتیاوو او تدریسي مېتودونو پياوړتیا د یاد وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي او له دغو سمینارونو یې بنسټیزه موخه د هېواد په تعلیمي مرکزونو کې د ښوونیز کیفیت لوړوالی دی.
ورپسې د یاد وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا رئیس مولوي محمد ابراهیم عمري په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې په یاد ۴ ورځني ورکشاپ کې به د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته د مسلکي پراختیا د چوکاټ، لایحې، تنویرالافکار، حسن سلوک او مسئولیت پېژندنې په اړه معلومات ورکړل شي او له ګډون والو وغوښتل چې د دغه ورکشاپ له زده کړو مهارتونو څخه بشپړه ګټه پورته کړي.
غونډه دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۹
Background image

د هرات پوهنې ریاست، د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره لارښود سیمینار جوړ کړ

د هرات ولایت پوهنې ریاست له خوا "د اداري او تدریسي کتابونو تشرېح " تر سرلیک لاندې دوه ورځنی لارښود سیمینار، د عاطفې خیریه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مدرسینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۷
Background image

غزني ولایت کې د ۱۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د غزني ولایت په آب‌بند، ګیلان او اجرستان ولسوالیو کې د ۱۰ بابه ښوونځیو نوې تدریسي ودانۍ، چې د ۱۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۱
Background image

په لوګر کې د یو باب ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو سیسټم فعال شو

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ اړوند د عمران خېل ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو رسولو سیسټم جوړ او فعال شو.

یاد سیسټم د دوو تنو سیمه ییزو اوسېدونکو (سییر قریشي او سمسور) په مالي ملاتړ. . .

BACK TO NEWS