د هرات پوهنې ریاست، د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره لارښود سیمینار جوړ کړ

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۹
45

د هرات ولایت پوهنې ریاست له خوا "د اداري او تدریسي کتابونو تشرېح " تر سرلیک لاندې دوه ورځنی لارښود سیمینار، د عاطفې خیریه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مدرسینو مسلکي پراختیا ۴۵ تنو غړو لپاره پرانیستل شو.

د یاد سیمینار د تنظیم موخه د اداري او تدریسي څانګو د منسوبینو د مسلکي وړتیاوو او پوهاوي کچې لوړول دي، تر څو په دیني مدارسو کې تعلیمي او اداري چارې په لاسمه او معیاري ډول پلې شي.

د هرات پوهنې رئیس محترم مولوي رحمت الله جابر په خپله وینا کې وویل: "دیني زده‌کړه زموږ د تعلیمي سیسټم اصلي ستنه ده. که چېرې د اسلامي زده‌کړو یو ښوونکی د کورس د منځپانګې او د هغې د پلي کولو څرنګوالي په اړه دقیقه پوهه ولري؛ نو راتلونکي نسلونه به په بشپړ ډول د دیني او ملي ارزښتونو سره وروزل شي."

نورو ویناوالو هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې او د دغه ډول تعلیمي پروګرامونو تنظیمول یې د مدرسینو د مسلکي وړتیاوو لوړولو لپاره خورا اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۰:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد محترم رئیس بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد د رئیس محترم الحاج مولوي جمعه خان "سروري" په مشرۍ پلاوي بادغیس ولایت ته رسمي سفر وکړ. 
پلاوي د خپل سفر اساسي موخه د پوهنې له چارواکو سره لیدنه او د دعوت او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۴۰
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې د ښوونځیو کلنۍ ازموینې پیل شوې

د پوهنې وزارت د تدریسي لایحې له مخې، نن د لړم/عقرب میاشتې په ۲۵مه د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د رسمي او خصوصي ښوونځیو د لومړنۍ/ابتدايه دورې کلنۍ ازموینې پیل شوې.
 ټاکل شوې ده، چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۴:۳
Background image

په لغمان ولایت کې د تعلیمي مرکزونو کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

«د ارزونې د اجراآتو لارښود، پلان جوړونې او راپور لیکنې» تر سرلیک لاندې د وړتیا لوړونې یو ورځنی مسلکي سیمینار، د لغمان ولایت مرکز کې د مسلکي پراختیا علمي غړو، مسئولینو، د ښوونځيو او. . .

BACK TO NEWS