د ولایتونو پوهنې خبرونو ته کتنه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۲:۴۰
ghj

غزني

د غزني ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي میرنصیر احمد حسیني، د یاد ولایت د قره باغ ولسوالۍ له ولسوال، دیني علماوو او قومي مشرانو سره د یوې غونډې په ترڅ کې، د پوهنې وزارت او د یاد ولایت د پوهنې ریاست د پروګرامونو په اړه خبرې وکړې.

پکتیا

د پکتيا ولايت پوهنې رئيس الحاج مولوي عبدالقيوم فاروقي د څمکنیو ولسوالۍ د ښوونيز وضعيت د کتنې پر مهال، د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزو ادارو له يو شمېر مسئولينو، علماوو او مخورو سره وکتل او د پوهنیز نظام لاښه والي په اړه يې تفصیلي خبرې وکړې.

کابل

د کابل ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالحق حقاني، د یاد ولایت بګرامي ولسوالۍ د ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو د څارنې تر څنګ، د خاک جبار او بګرامي ولسوالیو د پوهنې آمرینو په کچه د یو لړ بدلونونو اعلان وکړ.

سرپل

د سرپل ولایت پوهنې ریاست اداري غونډه، د یاد ولایت د ښوونې او روزنې آمر تر څارنې لاندې، د سیمه ییزو ادارو او د پوهنې په برخه کې د همکارو بنسټونو د مسئولینو په ګډون جوړه شوه، چې په ترڅ کې یې د پلي شویو او راتلونکو پروګرامونو په تړاو مفصلې خبرې وشوې.

بلخ

د بلخ ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالجلیل شهیدخېل په مرکز مزارشریف ښار کې د سلطان رضیه لېسې له اداري او تدریسي چارو څخه له نیږدې لیدنه او څارنه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د نیمروز ولایت په ښوونځیو کې اړمنو زده‌کوونکو ته د بکسونو او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه

د یوې خیریه بنسټ له لوري د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په ښوونځیو کې له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو بې‌وزلو زده‌کوونکو ته، د پوهنې ملاتړ په موخه د ښوونځي بکسونه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۳۲
Background image

په ننګرهار ولایت کې د ښوونځیو مدیرانو او سرښوونکو لپاره روزنیز ورکشاپ ترسره شو

د یو همکار بنسټ په مالي ملاتړ سره «د اغېزمنې ښوونې او روزنې وده» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ، د ننګرهار ولایت خوږیاڼولسوالۍ اړوندو ښوونځیو ۸۰ تنو مدیرانو او سرښوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS