د نیمروز ولایت په ښوونځیو کې اړمنو زده‌کوونکو ته د بکسونو او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۷
ظطزظ

د یوې خیریه بنسټ له لوري د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په ښوونځیو کې له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو بې‌وزلو زده‌کوونکو ته، د پوهنې ملاتړ په موخه د ښوونځي بکسونه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د پوهنې مسئولینو د یاد بنسټ له مرستو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې دغه پروګرام د بې‌سرپرسته او اړمنو ماشومانو د ملاتړ په موخه په منظم ډول دوام لري او هڅه کېږي، تر څو واقعي اړمن زده‌کوونکي د یاد پروګرام تر پوښښ لاندې راوستل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د ولایتونو له پوهنې ‌ډګره څو لنډ خبرونه

پنجشېر
  د یوه علم‌پرور شخص لخوا د ۲۵ زره افغانیو په ارزښت د پنجشېر ولایت مرکز اړوند له بي بي آمنې لېسې سره د ۱۹۸ ټوکه درسي کتابونو، یو پایه کمپیوټر او یو پایه پرنټر مرسته وشوه.

 لوګر
. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۲ میلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت د یوه ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت شهربزرګ ولسوالۍ اړوند بریخم لېسې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې په اساسي او پاخه ډول د ۱۲. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۳۳
Background image

په خوست ولایت کې د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره شوې

د خوست ولایت پوهنې ریاست د ۱۴۰۴ لمریز کال په ترڅ کې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینې ترسره کړې، چې له مخې یې ټولټال ۸۶۴ تنه زده کوونکي ښوونځیو او ۳۵. . .

BACK TO NEWS