لوګر کې ۲۱ ښوونځي بیا رغول شوي
د لوګر د پوهنې ریاست د مسوولینو په وینا، چې د دغو ښوونځيو له ډلې ۸ په مرکز پل علم، ۵ په بره کي برک، ۳ په خوښۍ، ۳ په څرخ او ۲ نور په محمدآغې ولسوالیو کې رغول شوي.
د یادو ښوونځیو په بیا رغولو سره د شاوخوا ۲۵ زره زده کوونکو هغه ستونزې، چې مخکې د ودانۍ د خرابوالي په برخه کې درلودلې حل شوې دي.
د یادولو وړ ده، چې پوهنې وزارت تېر کال هم د لوګر ۲۶ ښوونځي بیا رغولي او له پلان سره سم به په راتلونکي کال کې شاوخوا ۵۰ نور ښوونځي هم ورغوي.
