پکتیا کې د ښوونکي ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۵ - ۱۰:۴۶
پکتیا کې د ښوونکي ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه

د پوهنې وزارت_پکتیا: د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست له لوري د ښوونکو ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شول، په همدې مناسبت زده کوونکو د ښوونکو د درناوي ترانې زمزمه کړې او مسؤلینو د ښوونکو پر مقدسې دندې او د دوی پر دروند مسؤلیت خبرې وکړې.

د پکتیا پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي په همدې مناسبت جوړې شوې ناستې ته په خبرو کې وویل: زمونږ ټول اداري خدمتونه د ښوونکي او زده کوونکي لپاره دي، زمونږ عملي د کار په ساحه کې لومړی استاد دی چې زیار ګالي زده کوونکي ښه وروزل شي نوموړي وړاندې وویل چې تل یې د ښوونکو له حقونو دفاع کړی او په راتلونکي کې به هم ددوی لپاره د لا ښو امکاناتو برابرولو په موخه خپلې هلې ځلې نه سپموي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د پوهنې مسئولینو له لوري د هېواد د سړو سیمو او ولایتونو د ښوونځيو له کلنیو ازموینو څخه پرلپسې څارنه کېږي

د کابل ښار او د هېواد دسړو سیمو او ولایتونو له پوهنې یاستونو څخه تر لاسه شوي راپورونه ښيي چې؛ د یادو ریاستونو رهبري او د څارنې برخو مسئولینو د ځانګړي مهالوېش له مخې، هره ورځ د زده. . .

BACK TO NEWS