د پوهنې مسئولینو له لوري د هېواد د سړو سیمو او ولایتونو د ښوونځيو له کلنیو ازموینو څخه پرلپسې څارنه کېږي
د کابل ښار او د هېواد دسړو سیمو او ولایتونو له پوهنې یاستونو څخه تر لاسه شوي راپورونه ښيي چې؛ د یادو ریاستونو رهبري او د څارنې برخو مسئولینو د ځانګړي مهالوېش له مخې، هره ورځ د زدهکوونکو د کلنیو ازموینو بهیر څاري.
همدارنګه هغوی ښوونکو او ممیزانو ته د روڼتیا تامین، د نظم او ډسپلین مراعتولو او د هر ډول ګډوډۍ د مخنیوي په اړه لازمې لارښوونې کړي دي.
په ورته مهال، ترلاسه شوي معلومات څرګندوي چې لله الحمد، ازموینې په بشپړه سالمه فضا او د وزارت د ټولو مقرراتو او کړنلارو په رعایتولو سره روانې دي او په منظم ډول پر مخ ځي.
