د خوست ولایت پوهنې ریاست د تېرو ۳ میاشتو لاسته راوړنو لنډیز
۱. د یوې خیریه ادارې په ملاتړ د اسماعیلخېل مندوزي ولسوالۍ کې د ۵۵۰ زره افغانیو په لګښت ۸ درسي ټولګي جوړ شوي دي.
۲. د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ ۳۹۰ تنو ښوونکو ته د «اغېزمن تدریس او زدهکړې ترویج» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپونه ترسره شوي دي.
۳. د یوې کلتوري ادارې له لوري ۱۰۰ تنو ښوونکو ته د فکري روزنې په اړه سیمینار جوړ شوی دی.
۴. د خوست ولایت د مرکز په ګډون د ټولو ولسوالیو د مسلکي پراختیا غړو او د ښوونځیو آمرینو ته د اغېزمنو زدهکړو ترویج په برخه کې ۹ ورځنی سیمینار ترسره شوی دی.
۵. د پوهنې ریاست د ساینس مدیریت له لوري ۱۴۰ تنو د ساینسي مضمونونو ښوونکو ته سیمینار جوړ شوی دی.
۶. د یوې همکارې ادارې له لوري په ۳ ولسوالیو کې د ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د ترمیمي پروژو چارې روانې دي.
۷. له ۱۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه اخیستل شوې ده.
۸. د یوې همکارې ادارې له لوري د درېیم ټولګي لپاره ۲۰ تقویتي درسونه وړاندې شوي دي.
۹. د ۱۰ بابه ښوونځیو ترمیم لپاره چې ارزښت یې ۳۰۰ زره امریکایي ډالره دی، د سروې چارې روانې دي.
