پوهنې وزارت او یونسکو د ګډو همکاريو په ۳ کلیدي برخو باندې خبرې اترې وکړې
پوهنې وزارت- کابل: د هیواد پوهنې وزیر ډاکتر محمد میرویس بلخي او په افغانستان کې د یونسکو نوی رئیس جردن نایدو په دوه اړخیزو خبرو کې په دریو برخو کې په ګډو همکاريو باندې خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې د پوهنې وزارت په کوربتوب ترسره شوه، ډاکتر بلخي جردن نایدو ته په افغانستان کې د نویې دندې د مبارکي ترڅنګ، هغه د ښوونې او روزنې د ښه والي لپاره د دواړو خواو تر مینځ د همکارۍ د ساحې پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
پوهنې وزیر همدارنګه د یونسکو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د ښونې او روزنې په دریو پلان شویو، د ښوونې او روزنې نوی نصاب او په سواد زده کړو کې ډير ملاتړ وکړي.
ډاکټر بلخي د ښوونې او روزنې په برخه کې د بنسټیز جوړښت او د دندو اصلاحاتو ملي سمپوزیم ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې دغه اصلاحات د پوهنې د کیفیت د ښه والي او د ښوونې او روزنې د لا اغیزمنتیا او پیاوړي کولو د رامینځته کولو په هدف تر سره شو.
په افغانستان کې د یونسکو نوي رئیس جردن نایدو په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره ژمنه وکړه، چې په ټول افغانستان کې به د ښوونې او روزنې د ښه والي لپاره د پوهنې وزارت سره مرسته کوي.
