خبري اعلامیه
د 1398 کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د سیمه ییزو زده کړو 10886 صنفونه دایر شوي دي.
د پوهنې وزارت_کابل: د پوهنې وزارت د 1398 کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د مرسته کوونکو موسسو په واسطه د سیمه ییزو زده کړو 10886 صنفونه دایر کړي دي.
ددې صنفونو په رامنځ ته کېدو د 182635 نجونو په ګډون 304635 تنو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
د سیمه ییزو زده کړو د صنفونو په دایرېدو سره د 7275 تنو ښځو په ګډون 11898 هېوادوالو ته د ښوونکي په حیث د کار زمینه برابره شوې.
د سیمې د خلکو د ضرورت د سروې په اساس، د سیمه ییزو زده کړو صنفونه د طرز العمل او معیارونو سره سم ، د غیر دولتي موسسو لخوا د پوهنې وزارت سره په همغږۍ په هغو سیمو کې رامنځ ته کیږي چې هلته دولتي ښوونځی شتون ونلري او یا هم نږدې ښوونځي ته له کلي څخه تر 3 کیلو مترو زیاته فاصله ولري، او یا هم ښوونځي ته د داخلېدو په شرایطو برابرو زده کوونکو شمېر د ښوونځي د رامنځ ته کېدو له نورم څخه کم وي
د پوهنې وزارت ژمن دی، چې د اساسي قانون او د پوهنې د قانون پر اساس یو شان، او متوازن ښوونیز او تربیتي خدمتونه د افغانستان ټولو ماشومانو ته وړاندې کړي.
