زابل کې د ښوونکي ورځ په شانداره مراسمو سره و لمانځل شوه
د پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت دپوهنې ریاست لخوا د ښوونکي نړیواله ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترځ کې ولمانځل شوه .
هغه غونډه چې په همدې موخه د کلات ښار د بادام ګل په ماڼۍ کې جوړه شوي وو دپوهني د رییس ترڅنګ د ولایتي شورا رییس، قومي مشرانو، دیني عالمانو ښوونکو او زده کوونکو برخه درلوده.
غونډې ته د زابل د پوهنې رییس نصرالله زاهد لومړی د پوهنې وزیر میرویس بلخي پیغام ولوست او د ښوونکي د مقام په هکله يې وویل چې دوی په خورا عظیمه او صادقه توګه سره د هېواد نسلونو د روزنې لپاره په ډیرو کمو امتیازاتو سره کار کوي ددوی هره کړنه او زحمت د قدر وړ دی زاهد ژمنه وکړه چې د ښوونکو ستونزې به اوري او د حل په برخه کې به د امکان تر حده خپلې هڅې نه سپموي.
د زابل د ولایتي شورا رییس حاجې عطاجان حقبیان په خپلو خبرو کې ښوونکو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل په اوسنۍ ټولنه کې هغه څوک چې د نیايي او اخروي مسؤلیت يې په ښه توګه ادا کړی ښوونکی دي
غونډې ته د زابل د لوړو زده کړو د مؤسسې رييس رحمت الله کاکړ د ښوونکي پر کړنو هدفونو او دندې رڼا واچوله او زياته يې کړه چې ښوونکی په ټولنه کې د يوې رڼا مثال لري چې اړينه ده موږ خپل ځان او اولادونه ددې رڼا د لارښوونو څخه برخمن کړو ښوونکی نه يوازي روزنه او تعليم ورکوي بلکي د راتلوونکي لپاره زموږ رهبران هم روزي.
د زابل د ارشاد حج اوقافو رییس خان محمد خطابي د اسلام له نظره د ښوونکو د مقام په هکله مالومات وړاندې کړل او هغوی يې د ټولنې د اصلاح او سمون یوازني واریثان وبلل .
د غونډې په دوام کې نورو برخوالوښوونکو او زده کوونکو په خپلو خبرو کې د علم پر ارزښت او د ښوونکي د مقام په هکله مفصلې خبرې وکړې.
د مراسمو په وروستۍ برخه کې د پوهنې ریاست او نورو ادارو له لوري ښوونکو ته د درناوي او قدرداني په موخه د افتخار بګړۍ ور وتړل شوې او زیات شمېر نورو ته يې ستاینلیکونه ورکړل شول
د یادونې وړده چې زابل کې د پوهنې ریاست له لوري هر کال دغه ورځ ښوونکو ته د درنښت په موخه په شانداره مراسمو لمانځل کیږي.
