امریکا ته د پوهنې وزیر سفر/۷
پوهنې وزیر د ښوونې او روزنې په برخه کې د یونیسف له ارشد مشاور سره وکتل.
پوهنې وزیر- نیویارک: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي امریکا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د يونیسف له ارشد مشاور ( پیتر دی ورایز) سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د هیواد ماشومانو په ګټه او د افغانستان ښوونې او روزنې حالت ښه والي په موخه په ګډه همکارۍ خبرې اترې وکړې.
دواړو لورو د دې سفر څخه وروسته په افغانستان کې د يونیسف او پوهنې وزارت د همکاریو څرنګوالي د څيړنې په اړه خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې پوهنې وزیر د High Level Steering Group Meeting په غونډه کې د ګډون په موخه چې د ECW(زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ په کوربتوب د سپتمبر میاشت په ۲۴ او ۲۵ تر سره شو، امریکا ته سفرکړي وو
