امریکا ته د پوهنې وزیر سفر/۶
پوهنې وزیر په نیویارک ښار کې د افغانستان له جنرال قنسول سره لیدنه وکړه.
پوهنې وزارت- نیویارک: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان له جنرال قنسول زلګۍ سجاد سره په نیویارک ښار کي ولیدل.
دواړو لورو په دې لیدنه کې د افغانستان ښوونې او روزنې ښه والي په موخه د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا په اړه خبرې اترې وکړې.
پوهنې وزیر د هیواد ښوونې او روزنې په سیستم کې د شته ستونزو او ننګونو له بیانولو وروسته، د نړیوال ملاتړ جلبولو په موخه د هیواد نه بهر د افغانستان سیاسي څانګو په هلو ځلو ټینګار وکړ.
په نیویارک کې د افغانستان جنرال قنسول په دې لیدنه کې ژمنه وکړه چې د نړیوالو بنسټونو ملاتړ او همکاری جلبولو په برخه کې، کوربه هیواد او په نیویارک کې میشت افغانان د پوهنې له وزارت سره همکار دي.
د یادونې وړه ده چې پوهنې وزیر د High Level Steering Group Meeting غونډه کې د ګډون په موخه چې د ECW(زده کړه انتظار نه کوي) بنسټ په کوربتوب د سپتمبر میاشت په ۲۴ او ۲۵ تر سره شو، امریکا ته سفرکړي دي.
