شواک ولسوالۍ کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي
پوهنې وزارت_ پکتیا: د پکتیا ولایت د شواک ولسوالي کې د شبک د نجونو ښوونځي د نوی ودانی د جوړېدو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د پکتیا د پوهنې ریاست تدریسی مرستیال په وینا، دیادې ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړونو کې د یو کال په موده کې د ۱۸ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د پوهنې وزارت د پرمختیایی بودجې څخه جوړیږي، چې ۱۲درسي ټولګي او نورې اړوندې تولې ښوونیږي آسانتیاوي به ولري. چې د ودانۍ په جوړیدو سره به زیات شمیر نجونې وکولاي شي په مصؤن او غوره چاپیریال کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
پکتیا پوهنې ریاست رهبري ولس ته ډاډ ورکوي چې په متوازن ډول به د هرې سیمې لپاره کار کیږي او د ولس څخه یې غوښتنه دا ده چې د پوهنې دې سپیڅلي کاروان د لا پر مختګ په پار له مونږ سره لاس په لاس همکار او مرسته وکړي.
