په افغانستان کې د ښوونځيو بیارغونې او ودانولو په برخه کې د هالند د خلکو مرسته
پوهنې وزارت- کابل: هالنډي ژورنالیست او ټولنیز فعال سندر کارمر د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د ښوونځیو بیارغولو او ودانولو لپاره د هالیند خلکو د مرستو راټولولو هڅو څخه خبر ورکړ.
دا لیدنه چې پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ پوهنې وزیر د ښوونځيو رغولو او ودانولو په موخه د همکاري له پیل څخه خوښي وښوده، او د افغانستان ښوونځيو په ملاتړ د هالند هیواد د خلکو مرستو جذب کولو کاري میکانیزم چې د سندر کارمر له خوا وړاندي شو، و څیړه.
د یادونې وړ ده چې د ځانګړي میکانیزم او همغږي له مینځ ته راوړلو وروسته، ښايي دا همکاري پيل شي.
