د زابل ۱۳۷ ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ پیل شو
پوهنې وزارت_زابل: د زابل ولایت د پوهنې ریاست چوکاټ کې د یونیسف همکارې موسسې له لوري د محلي زده کړو او مهاجرینو ټولګیو یو شمېر ښوونکو ته د ظرفیت لوړونې شپز ورځنۍ ورکشاپ شو.
په نوموړی ورکشاپ کې ۱۳۷ ښوونکو چې ۹۲ يې د چټکو زده کړو او ۴۵ کسان يې د بې ځایه سویو یا مهاجرینو لپاره د ټولګیو ښوونکي دي ګډون لري.
د زابل د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محترم روزي محمد صدیقي وویل: د پوهنې ریاست د ښوونکو د ښې روزنې او ښه تدریس په موخه تل هڅې کوي او پلان لري دا ډول نور ورکشاپونه هم ښوونکو ته جوړ کړي ترڅو په پوهنیزه برخه کې يې ښه والی راشي.
په یاد ورکشاپ کي د مرکز په ګډون د ارغنداب، میزاني، شملزو، شینکۍ او نوربهار ولسوالیو دمحلي زده کړو ښوونکو ګډون کړي .
د یاد ونې وړ ده ، چې د زابل د پوهنې ریاست د روان کال له پیله د خپلو ښوونکو د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي، چې تر اوسه زیات شمیر ښوونکي د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزل شوي دي.
