خوست کې د ښوونځیو امرینو او نظارت غړو ته د وړتیا لوړونې ورکشاپ جوړ شو
پوهنې وزارت_خوست: خوست کې د ښوونځیو څخه د احصائیوي معلوماتو د راغونډولو په موخه دیاد ولایت د ښوونځیو امرینو او نظارت غړو ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.
په دغه ورکشاپ کې چې د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو امرین، او د نظارت غړي پکې ګډون لري، هدف یې د ښوونځیو څخه د دقیقو احصائیوي معلوماتو د را ټولولو په هکله ظرفیت لوړونه ده.
د ورکشاپ د پرانیستې پر مهال خوست پوهنې رئیس نصیر احمد روښان وویل، په ځینو ښوونځیو کې د یو شمېر ستونزو د شتون علت د دقیقو احصائیوي معلومات نه شتون دی. ده هیله وښوده چې، په دې ورکشاپ سره به دغه ستونزه تر ډېره حل شي. ښاغلي روښان، د ښوونځیو امرینو او د نظارت غړو نه غوښتنه وکړه ، چې د ورکشاپ تر تعقیب وروسته د احصائیوي معلوماتو په را ټولولو کې کوښښ وکړي . ترڅو په ښوونځیو کې شته ستونزې په ټاکلې وخت حل شي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست کارشناس او ددې ورکشاپ ټرینر محمد حسن شګیوال وویل، چې په دې دوه ورځني ورکشاپ کې به د احصائیوي معلوماتو فورم د ډکولو لارې چارې د ښوونځیو امرینو او د نظارت غړو ته ور وښودل شي، چې وروسته به هر د نظارت غړی به د شلو ښوونځیو له امرینو سره د دقیقو احصائیوي معلوماتو په را غونډولو کې مرسته کوي. په دې معلوماتو کې به د هر یو ښوونځي په باب ټول تخینکي او تدریسي معلومات چې پخوا یې ستونزې درلودې له سره را ټولیږي. او په ډیتابیس کې به ثبتیږي.
