پوهنې وزیر ډاکتر بلخي د کابل ښار د ښوونځیو له مدیرانو سره وکتل
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ښار د ښوونځيو له یو شمیر مدیرانو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
دا لیدنه چې نن د زمري ۱۰ مه پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ د کابل ښار د ښوونځیو مدیرانو شته ستونزې او ننګونې تر بحث او څیړنې لاندې ونیول شوي.
ډاکتر بلخي د میرمنو ښوونکو دکمښت ستونزو په اړه، د رشتي خلاف او غیر مسلکي ښوونکو، د ښوونځیو تعمیر، د ښوونکو د سويي لوړوالي او د ښوونکو او ښوونځیو یو شمیر نوور ستونزو او ننګونو په موخه د پوهنې وزارت له هڅو او په دي اړه د موثرو او ګټه ورو طرحو د وړاندي کولو خبر ورکړ.
د پوهنې وزارت مشرتابه د کابل ښار ښوونځیو ستونزو د حل او څار وعده ورکړه او د پوهنې لسیزي پروګرامونو او اهدافو د تحقق په موخه د ښوونځیو ولسي شوراګانو د همکاري ډیروالي غوښتونکۍ شو.
د کابل ښار د ښوونځیو مدیرانو د ښوونې او روزنې په برخه کې خپل وړاندیزونه د پوهنې له وزیر ډاکتر بلخي سره شریک کړل، او په یاد وزارت کې د پوهنې وزارت مشرتابه له لوري د راغلو اصلاحاتو څخه ستاینه وکړه.
