د خیالي ښوونځیو سره د جدي مبارزې په موخه د خوست ولایت مشرانو د پوهنې وزیر له هڅو ستاینه وکړه
پوهنې وزارت- کابل: د خوست ولایت یو شمیر مخورو او مشرانو د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي هڅې د خیالي ښوونځیو سره د جدي مبارزي په موخه وستایلي.
دا لیدنه چې نن د زمري ۷ مه پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ د خوست ولایت یو شمیر مشرانو او مخورو د یاد ولایت ښوونې او روزنې ستونزي د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي سره شریکي، او د یادو ستونزو د څار او حل غوښتونکي شول.
په دې لیدنه کې د پوهنې وزارت مشرتابه د یاد ولایت ښوونې او روزنې په برخه کې د شته ستونزو له اوریدو نه وروسته ژمنه وکړه چې د یادو ستونزو د حل په موخه به جدي هڅې وکړي.
د دې لیدنې په پاي کې د خوست ولایت مشرانو او مخورو په افغانستان کې د ښوونې او روزنې حالت ښه والي څخه خوښي وښوده، او د پوهنې له وزیر څخه ېې و غوښتل چې دیني مدرسو ټه ډیره پاملرنه وکړي.
