د پوهنې وزارت اطلاعیه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۰ - ۱۲:۵۸

د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست په محفلونو او ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه ګته اخیستل منع دي.

پوهنې وزارت ـ کابل: د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د ښه راغلاست په محفلونو کې د ښوونځیو له زده کوونکو څخه ګته اخیستل په کلکه منع دي او هېڅ حقیقي او حقوقي شخص ته به اجازه ور نه کړل شي، چې په تبلیغاتو، لاریونونو، غونډو او ټاکنیزو کمپاینونو کې د ښوونځي له زده کوونکو څخه ګټه پورته کړي.

دغه پرېکړه، د هېواد امنیتي وضعیت ته په کتو، د ښوونځي زده کوونکو ته د جسمي او روحي زیان له اوښتو څخه د مخنیوي او په سیاسي مسایلو کې د پوهنې د نه لاس وهنې او بې پرېتوب د ساتنې په موخه؛ تر سره شوې ده.

د دغې پرېکړې پر بنسټ، د پوهنې د وزیر په ګډون د چارواکو د ښه راغلاست په مراسمو کې د زده کوونکو ګډون؛ له زده کړه ییزو اصولو او مکلفیت سره په ټکر کې واقع کېږي.

له بل لوري زده کوونکي په داسې مراسمو کې ګډون ته مجبورول، د هغوی د شخصیتي روحې د زیانمنېدو لامل ګرځي او د حقارت احساس ورته پیدا کېږي.

همدارنګه دغه مسأله د دې لامل کېږي چې زده کوونکي درسي فرصتونه له لاسه ورکړي او د درسي نصاب پلي کېدل له ننګونو سره مخ شي.

د مرکز او ولایتونو د پوهنې ټولو ریاستونو ته لارښوونه شوې ده، چې یاد شوي موارد مراعات کړي
پوهنې وزارت به د دغه دستور له سرغړونکو سره جدي چلند وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS