د زابل د پوهنې ریاست د دریمو اوڅلورمو خالی بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت ـ زابل: د زابل ولایت د پوهنې ریاست د ۲۷ خالی بستونو د ډکولو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې له ۲۰۳ تنو کسانو څخه از موینه واخیستل شوه.
هغه غونده، چې د نوموړې از موینې د اخیستلو په موخه د زابل ولایت د بادام ګل په ماڼي کې جوړه شوي وه ، دوالي په ګډون دپوهني رییس نصرالله زاهد، د ولایتي شورا رییس ، داصلاحات اداری کمسیون آمر او دیو شمیر دولتي ادارو مسوولینو ګډون درلود.
دغونډې په پیل کې د زابل دپوهنې رئیس د ازموینې د شفافیت او روڼتیا په هکله ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ددې کسانو په ګمارنې سره د پوهنې برخه کې پرمختګ رامنځ ته شي.
زاهد ژمنه وکړه چې دیادو بستونو سره به په نژدې راتلونکي د پوهنې ریاست یو شمېر نور خالي بستونه هم اعلان ته و سپاري ترڅو له یوه لوري لوستو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر او په اداره کې به د اصلاحاتو د رامنځ ته کیدو سبب شي.
په ورته وخت د زابل والي محترم رحمت الله یارمل خوښي وښوده او زیاته يې کړه، چې دوی به کوښښ وکړي ترڅو ازموینه په شفاف ډول واخیستل شي او حق حقدار ته و سپاري
یارمل وویل ولایتي اداره کوښښ کوي ترڅو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي .
د یاده ولو وړ ده، چې دغه ازموینه د پوهني وزارت د مقام د لار ښووني سره سم دیوي څانکړې ګمیتې په حضور کې له شرایطو سره برابر۲۰۳ تنو پکي ګډون کري و واخیستل شوه، چې له از موینې دنتایجو له اعلانولو وروسته به ۲۷ تنه دبریالیتوب په صورت کي د زابل د پوهنې ریاست اړونده دریم او څلورم بستونو کې په ډندو وګمارل شي.
