پوهنې وزیر د نازو انا عالي لیسي څخه د لیدني په ترڅ کي د یاد ښوونځي د ستونزو حل وعده ورکړه
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د مرکز او ولایتونو ښوونځيو لیدنو په دوام دا ځل د نازو انا عالي لیسي څخه لیدنه وکړه او د یاد ښوونځي د ستونزو د حل او څار وعده ورکړه.
دا لیدنه چي نن تر سره شوه ډاکتر بلخي د بیلابیلو ټولګیو له زده کوونکو سره مخامخ خبري وکړي او له هغوي څخه یي وغوښتل چي ښوونه او زده کړي د هیواد پرمختګ او لوړو اهدافو ته د رسیدو لپاره غوره کړي.
یادوني وړ ده چي د نازو انا عالی لیسه د کابل ښار په ۱۶ تعلیمي حوزه کي موقعیت لري چي په یاد ښوونځي کي ۴۶۰۰ زده کوونکي په ۸۹ ټولګیو کي په زده کړو بوخت دي.
