کابل بګرامیو ولسوالې کې د محلي زده کړو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۲ - ۱۰:۴۸
کابل بګرامیو ولسوالې کې د محلي زده کړو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالې اړوند د محلي زده کړو (CLC) مرکز د بنسټ ډبره د کابل ولایت  د پوهنې رییس سید عزیز احمد هاشمي، د پوهنې وزارت د لیک لوست زده کړو رییس  الله باز جم، په افغانستان کې د جاپان هېواد د یونسکو د ملی فدراسیون مسوول یما فیروزی او د سیمې قومي مشرانو  په کډون کیښودل شوه.
د یاد مرکز ودانۍ د۳۰۰ متر مربع ځمکي په ساحه کې چې دسېمي د خلکو لخوا پوهنې وزارت ته ډالۍ شوي په پاخه او اساسي ډول په دوو پوړنو کې ، د جاپان هېواد د یونسکو د ملی فدراسیون په مالی لکښت د ۵۰ زرو امریکایی ډالرو په ارزښت د پوهنې وزارت د تعمیراتو ریاست په همکاري جوړیږي.چې ۴ خونې،  دغونډو تالار، احاطوي دېوال، د ابو څښلو څاه، عصري تشنابونه او نورې اړوندې ټولې اسانتیاوې به ولري. 
ددې ودانۍ له جوړېدو سره د سیمې شاوخوا ۱۰۰ تنو نا لوستو میرمنو ته د لیک لوست، خیاطي، ګل دوزي قالین، بافی اونورو حرفوی زده کړو  خوندي چاپېریال برابرېږي. 
 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS