ډاکټر بلخي د خصوصي زده کړو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
پوهنې وزارت - کابل: د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد میرویس بلخي د کابل ښار د خصوصي ښونځیو د ټولنې له یو شمیرغړیو سره په لیدنه کې د اقتصادي اړخ په پام که نه نیولو سره د خصوصي زده کړو پر ودې او پرمختګ ټینګار وکړ.
په دې لیدنه کې چې د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې تر سره شوه، د پوهنې سرپرست وزیر خصوصي زده کړي یوه اړتیا وبلله او خصوصي ښوونیز مرکزونه یې د پوهنې وزارت د وجود یوه مهمه برخه یاده کړه.
ډاکټر بلخي زیاته کړه، چې نه باید اقتصادي لید پر خصوصي زده کړو حاکم شي، ځکه اقتصادي لید د پوهنې اصلي رسالت ته چې ښوونه او روزنه ده، زیان اړوي.
د کابل ښار د خصوصی ښوونځيو د ټولنې استازو په دې لیدنه کې د پوهنې له سرپرست وزیر سره د خصوصي زده کړو پر واړندې شته ستونزې او مشکلات هم شریک کړل.
