ډاکتر بلخي په افغانستان کې د بیسوادي له مینځه وړلو په موخه د عمومي حشر پر پيل ټینګار وکړ

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۴ - ۱۴:۳۲
ډاکتر بلخي په افغانستان کې د بیسوادي له مینځه وړلو په موخه د عمومي حشر پر پيل ټینګار وکړ

پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د سواد نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې په ټول افغانستان کې د ۱۰ لس میلیونه بیسوادو له شتون څخه خبر ورکړ او د پوهنې وزارت سره د بیسوادي له مینځه وړلو په موخه د مدني ټولنو، رضاکاره فعالانو، همکاره بنسټونو او موسسو او عامو خلکو په ټول اړخیزه همکاري ټینګار وکړ.
دا پروګرام چې نن د افغانستان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو موسسي ) (CW4Wafghanکې تر سره شوه، ډاکتر بلخي یاده کړه چې د پوهنې لسیزه کې مو یو پرواګرام بیسوادي ته د بیرته راتګ د لارو له مینځه وړل دي.
پوهنې وزیر همدارنګه سواد د هر شخص د غوره ژوند لپاره ډیر مهم یاد کړ او یاده يې کړه چې د پوهنې وزارت نه یواڅې د لوستلو او لیکلو په برخه کې د بې سوادۍ له منځه وړلو لپاره بلکه د دې تعریف پر اساس د مثبت بدلون د رامینځته کولو لپاره هم کار کوي.
د پوهنې وزارت د سواد زده کړې ملي بسیج رئیسې هما نورستاني پدې پرواګرام کې یاده کړه چې همدا مهال په ټول افغانستان کې د ۱۹۰ زره زده کوونکو لپاره ۷۰۰۰ اوه زره د سواد زده کړې کورسونه فعالیت کوي.
همدارنکه آغلې نورستاني په ټول افغانستان کې د ۶۹ بابه سواد زده کړي ښوونځیو له فعالیت څخه هم خبر ورکړ.
د افغانستان میرمنو لپاره د کاناډا میرمنو موسسې (CW4WAfghan) رئیسې لطیفه مجیدي د پوهنې وزارت په همکاري د کابل، تخار، او بدخشان په ولایتونو کې د ۱۴۰۰ زده کوونکو لپاره د ۴۱ سواد زده کړي ټولګیو جوړل،د کتابونو او لابراتوار بستو ویشل، د درخت دانش کتابتون په لاره اچولو څخه یادونه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د دې پرواګرام په پاې کې یو شمیر سواد زده کوونکې د پوهنې وزیر ډاکتر بلخي په شتون کې وستایل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS