پکتیکا کې د خاصو تعلیماتو لپاره ښوونکي ګمارل کېږي
په پکتیکا ولایت کې دخاصو تعلیماتو ( نه اوریدونکي اونه لیدونکي ) د نویو ټولګیو جوړه ولو لپاره د ۲۱ تنو څخه د ښوونکو د ګومارنې آز موینه واخیستل شوه.
د ازموینې له ګډونوالو به د یوې رڼې او شفافې پروسې له لارې ۷ تنه په مرکز شرنه ، یوسف خیل او سروضی ولسوالیو کې د استادانو په صفت پر دندو وګومارل شي، د نوموړو ښوونکو معاشونه، د زده کوونکو درسي کتابونه، قرطاسیه او د اړتیا وړ نور توکي د سویډن مرستندویه موسسې لخوا ورکول کیږي.
