پکتیا کې د۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت یو منځني ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي
د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز ښار کې د سپاهي خیلو منځني ښوونځي د نوې ودانۍ د جوړېدو چارې دپوهنې رییس ، قومي مشرانو او شمیر نورو چارواکو په ګډون دیو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د پکتیا د پوهنې رییس کوچي ځاځي په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د ښوونځي له جوړېدو خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه، چې په دې ولایت کې به د ښوونیز نظام د ودې او پیاوړتیا لپاره جدي هلې ځلې وکړي.
د یاد ولایت د پوهنې رییس په وینا، چې یاد ښوونځي ته په پاخه او اساسي ډول نوې ودانۍ چې ۱۷ میلیونه افغاني لګښت پرې راځي جوړېږي، چې ۱۰ درسي ټولګي، دوي اداري خونې، احاطوي دېوال، د ابو څښلو څاه، عصري تشنابونه او نورې اړوندې ټولې اسانتیاوې به ولري
ددې ودانۍ له جوړېدو سره به زرو تنو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي تدریسي چاپېریال برابرېږي.
