پوهنې وزیر د زرغون فکر ټولنې له غړو سره په لیدنه کې د پوهنې وزارت په کړنو د مدنې ټولنو د څار غوښتونکۍ شو
پوهنې وزارت- کابل: پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د زرغون فکر ټولنې له یو شمیر غړو سره په لیدنه کې ټينګار وکړ چې مدني ټولنه باید د پوهنې وزارت په فعالیتونو څارنه وکړې.
دا ناسته د پوهنې وزیر سره د ولسي لیدنو په لړ کې تر سره شوه.
ډاکتر بلخي د مدنې ټولنو غړي د پوهنې وزارت همکاران یاد کړل او له هغوي څخه د کور په کور د کتابونو ټولولو په کمپاین، په ښوونیز سیسټم کې د ښوونځيو څخه بهر ماشومانو په ځانګړي توګه نجونو شاملیدو لپاره د پوهاوي پروګرامونو پلي کولو او له زده کوونکو سره د سمون لارو چارو په جوړولو کې د والدینو او ښوونځيو شوراګانو کلتور ته د وده کولو په موخه د همکاري غوښتونکۍ شو.
پوهنې وزیر همدارنګه په نژدې راتلونکي کې د پوهنې وزارت او مدني ټولنو د همکارۍ طرحې له وړاندې کولو څخه خبر ورکړ.
په غونډه کې د مدني ټولنو راغلو غړو د پوهنې وزیر له وړاندیزونو څخه د هر کلي تر څنګ د پوهنې وزارت سره يې پر همکارۍ ژمنه وکړه.
