په میدان وردک کې د زده کوونکو تر منځ دقران ستوری سیالي پيل شوه
د میدان وردک د پوهنې ریاست د زده کوونکو دظرفیت لواړي برنامو په لړ کې دقران ستوری سیالي پيل کړه.
دقران ستوري سيالۍ چې د میدان وردک دپوهنې ریاست په نوښت جوړه شوي دیادې سیالۍ دری پړاوه یې چې د ولسوالیو دښوونځیو د زده کوونکو تر مینځ ترسره شوي ده د څلورم پړاو ازموینه یی پوهنې ریاست د غونډو په تالار کې په داسي حال کې چې دپوهنې ریاست دتدریسي چارو معاون ، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود پیل شوه، په یاده سیالی کې دهرې ولسوالۍ څخه دری تنو ستورو برخه اخیستې وه چې په نتیجه کې به یې ۳ تنه هغه زده کوونکي چې لوړې نمرې ترلاسه کړي پنځم پړاو ازموینې ته معرفي شي او په پنځم پړاو ازموینه که به یې داول، دويم او دريم مقام ګټونکو ستورو په صفت دولایت په کچه دیوشانداره پروګرام په ترڅ کې معرفي شي.
