په خوست کې د پوهنې په برخه کې د پرمختګ یو بل ګام
د پوهنې وزارت_خوست: د خوست ولایت د دوه منده ولسوالۍ دکوتخېلو کلي مخورو او علماء کرامو د دې کلي له شورا سره تړون کړی، چې د راتلونکي ( ۱۳۹۹) تعلیمي کال لپاره باید هر پلار خپل اولادونه چې عمر یې تر پنځو کالو زیات وي؛ په مکتب او مدرسه کې شامل کړي. او که دا کار یې ونکړ، نو د دې کلي د شورا لخوا به سل زره افغانۍ جریمه کېږي.
