په تخار ولایت کې د څه کم ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه
د تخار ولایت ینګي قلعه ولسوالۍ اړوند مغلان لېسې نوې ودانۍ رغونه، د پوهنې وزارت سره د یوې همکارې ادارې لخوا د ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت، چې د ۱۹.۵ مېلیونه افغانیو معادل ده، جوړه شوه.
د ښوونځي دغه نوې ودانۍ ۸ درسي ټولګي، ۲ اداري خونې، ۲ کتابتونونه، د کنفرانسونو تالار او نور اړین ملحقات لري، چې د ۲.۵ جرېبه ځمکې په ساحه کې جوړه شوې ده.
په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د یاد ولایت پوهنې ریاست چارواکو، د تخار ولایت والي محترم مولوي سمېع الله حزب الله، علماءکرامو، د مرستندویه ادارې استازي او سیمهییزو مخورو هم ګډون درلود.
چارواکو په خپلو ویناوو کې د بشري ټولنو په جوړولو او اصلاح کې د پوهنې د رول په اړه خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې د پوهنې وزارت د پلانونو ملاتړ وکړي او خپل ماشومان تعلیمي مرکزونو ته واستوي.
