په بادغیس ولایت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۴:۱
5145

د بادغیس ولایت پوهنې ریاست د “اغېزمنې زده‌کړې او ښوونې ترویج” تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه د مرکز او آب‌کمري ولسوالۍ۱۳۰تنو ښوونکو لپاره پیل کړه.
د یاد سیمینار موخه د تدریس نوې او اغېزمنې طریقې معرفي کول، د ښوونکو مسلکي پیاوړتیاوو لوړول او د تعلیمي بهیر کیفیت ښه کول دي، ترڅو زده کوونکي وکولای شي، خپلو استعدادونو او وړتیاوو ته په غوره ډول وده او پراختیا ورکړي.
د بادغیس پوهنې رئیس د داسې پروګرامونو ترسره کول د ښوونکو د مسلکي ظرفیتونو لوړولو او د تعلیمي خدماتو کیفیت ښه والي لپاره مهم وبلل او ټینګار یې وکړ چې د ښوونکو لپاره د لا زیاتو ښوونیزو او مسلکي پرمختیايي فرصتونو برابرولو هڅې به دوام ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۵:۱
Background image

رسنیز بلنلیک

د کابل ولایت پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د قرآن عظیم‌الشان د حسن قرائت، سیرت‌النبي ﷺ او د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو په سیالیو کې د ممتازو زده‌کوونکو ستاینې په مناسبت، د پوهنې وزارت د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو عمومي وضعیت وارزول شو

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، د یاد وزارت د مرکزي ریاستونو د ودانیزو او ترمیماتي پروژو د څارنې او مراقبت له انجنیرانو سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۴:۲۱
Background image

په تخار کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د تخار ولایت رستاق ولسوالۍ اړوند د امام بخاري ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره پر دوه جریبه ام/ارتي ځمکه کېښودل شوه.
د دغې پروژې لومړنی لګښت ۲۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، چې د خلکو له. . .

BACK TO NEWS