وزې ځدراڼ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت یو ښوونځي ته نوې ودانۍ جوړېږي

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۵ - ۹:۴۲
moe

 

د پکتیا ولایت وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د موتي منځنې ښوونځي نوې ودانۍ د جوړېدو چارې د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي، قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو په ګډون پیل شوې

ښاغلي ځاځي د یاد ښوونځي د بنسټ ډبرې ایښودو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې ټینګار وکړ، چې ددې ولایت ټولو زده کوونکو ته به د باکیفیته او متوازنو زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.

هغه زیاته کړه، مونږ متوازن پرمختګ ته ژمن یو، هدف مو دا دی چې ټولې پکتیا ته مساوي خدمتونه وړاندې کړو. انشاالله ځدراڼ میشتی سیمې به ورځ ورځ تر بلې پرمختګ کوي

د موتي ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي دول په دوو پوړنو کې، چې شاوخوا ۱۵میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. ۱۰ درسي ټولګي، دوه اداري خونې، لابراتوار، د احاطي دیوار،  د اوبو رسونې سیستم او نورې اړوندې ټولې ښوونیزې آسانتیاوې به ولري

درنښت

داړیکواو عامه پوهاوی ریاست

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS