هلمند کې نوی ښوونیز کال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۲۰ - ۱۲:۵۹
هلمند کې نوی ښوونیز کال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شو

پوهنې وزارت_هلمند: هلمند کې نوی تعلیمي کال د ښوونځۍ د زنګ په وهلو سره پیل شو.
په هغه غونډه کې چې د نوي تعلیمی کال د پیل له امله جوړه شوي وه ، دهلمند ولایت والی، د پوهنې رییس ، د دولتي ادرو يو شمیر مسوولینو ، ښوونکو او زده کوونکو ګډون درلود.
د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد داود شاه صفاری ، د نوي ښوونیز کال د پیل مبارکي تر څنګ په هلمند کې د پوهنې پر وړاندي پر شته ستونزو او پوهنیږ بهیر پر لاسته را وړونو خبري وکړي زیاته یې کړه، په مرکز او اړونده ولسوالیو کې ۲۷۴ بابه ښوونځۍ ودانۍ نلري ، ۷۷ بابه ښوونځۍ په بیلا بیلو ولسوالیو کې د ناامنیو له امله تړلي دي، چي د بیرته فعالیت په برخه کي د خلکو همکاري اړینه ده.
هغه همدغه راز وویل چې د تیرو کلونو په پرتله زیات شمیر انجونو او هلکانو په ښوونځۍ کې نوم لیکنه کړې ده ، چي له جملې یې ۴۹ زره انجوني په زدکړو بوختي دي.
دکتابونو نشتون، د ۳ زره ښوونکو کموالی، د میز او چوکیو نه درلودل او ځنیي نوري هغه ستونزي دي چې د پوهنې ریاست ورسره په نوي کال کې لاس اوګریوان دی.
د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین د نوِي ښوونیز کال د پیلیدو له امله د خوښۍ ترڅنګ د پوهنې په ارزښت خبري وکړي او ددې ولایت له ټولو خلکو یې وغوښتل، چې خپل اولادونه په ځانګړي ډول نجونې ښوونځیو ته ولېږي.
همدا رنګه د هلمند والي ژمنه وکړه، چې په دې ولایت کي به ډير ژر د نویو ښوونځیو د جوړیدو چاري پیل او له طالبانو څخه به و غواړي چې ددوۍ تر واک لاندي سیمو کي ښوونځیو جوړیدو ته اجازه ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS