هرات ته د پوهنې وزير سفر لومړى ريپوټ
پوهنې وزير ډاكټر محمد ميرويس بلخي په هرات كې د تركيې د معارف بنسټ د افغان _ ترك ښوونځيو په پرانيست غونډه كې ګډون وكړ.
د پوهنې وزارت – هرات: ډاكټر محمد ميرويس بلخي هرات ولايت ته د يوه رسمي سفر په ترڅ كې د تركيې د معارف بنسټ افغان – ترك ښوونځيو په پرانيست غونډه كې ګډون وكړ او د تركيې د معارف بنسټ ته يې د افغان – ترك ښوونځيو د مديريت سپارلو او په دې برخه كې يې د ياد بنسټ پر ژمنو رڼا واچوله.
دغه غونډه چې د هرات ولايت د افغان – ترك د هلكانو په ښوونځي كې د تركيې هيواد د معارف د برخې د لوړ پوړو چارواكو په ګډون جوړه شوې وه د پوهنې وزير په هيواد كې له ۱۲ څخه ۱۸ بابو ته د افغان – ترك ښوونځيو د زياتېدو خبر وركړ.
د پوهنې وزير د تركيې هيواد د معارف د بنسټ له هغو ژمنو څخه هم يادونه وكړه كوم چې ياد بنسټ ته د افغان ترك ښوونځيو د مديريت له سپارلو وروسته يې كړې دي. ښاغلي بلخي زياته كړه، چې په هيواد كې د افغان – ترك ښوونځيو د ودې لپاره د ۳۰ ميليونه امريكايي ډالرو مرسته، ښوونځيو ته د مجهزو ليليو جوړول، د يادو ښوونځيو زده كوونكو ته د تحصيلي بورسونو زياتول او د زده كوونكو د فيس كموالى په دغو ژمنو كې شامل دي.
د پوهنې وزير ټينګار وكړ چې هيڅكله به ښوونه او روزنه د سياست قرباني نكړو.
د تركيې هيواد د پوهنې وزارت معين رها ديمينيچ يادې برنامې ته له ۱۲ باب ښوونځيو څخه د ۷ باب ښوونځيو د لېږد په اړه يادونه وكړه او ويې ويل، چې پاتې ښوونځي به هم په نږدې راتلونكي كې يادې برنامې ته وليږدول شي.
د تركيې هيواد د پوهنې وزارت معين زياته كړه، چې د افغان – ترك ښوونځيو د زده كوونكو شمېر به ۱۸ زرو تنو ته لوړ شي.
