لغمان کې د وخت څخه مخکي تعلیم د ټولګیو لپاره ښوونکي ګمارل کېږي
په لغمان ولایت کې دوخت څخه مخکي تعلیم د ټولګیو لپاره د ښوونکو د ګومارنې آزموینه واخیستل شوه.
په دغه آزموینه کې ۳۲ تنو د نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو ښځینه فارغانو ګډون کړی وو، چې د یوې رڼې پروسې په پایله کې به دوخت څخه مخکي تعلیم د ټولګیو لپاره د ښوونکو په توګه د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې پر دنډو وګمارل شي.
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حمیدي د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کېږي
یاد ښوونکي د پوهنې وزارت د لارښوونې له مخې د یو نیسف نړیوالی موسسي لخوا استخدامیږي.
د ازموینې له ګډونوالو به د یوې رڼې او شفافې پروسې له لارې ۱۵ تنه پر دنډو وګومارل شي، چې له ګومارنې سره به سلګونو تنو ماشو مانو ته د زده کړو زمینه برابره شي.
د نوموړو ښوونکو معاشونه، د زده کوونکو درسي کتابونه، قرطاسیه او د اړتیا وړ نور توکي یادې مرستندویه ادارې پر غاړه اخیستي دي.
