لغمان کې د قراردادي ښوونکو د ګمارنې په موخه آزموینه واخیستل شوه
د لغمان ولایت د ښوونځیو د قرار دادي ښوونکو د خالي بستونو لپاره له ۲۷۰ تنو ښځینه کاندیدانو څخه د آزاد رقابت له لارې آزموینه واخیستل شوه.
په دغه آزموینه کې د نیمه لوړو زده کړو او لوړو زده کړو فارغانو ګډون کړی وو، چې د یوې رڼې پروسې په پایله کې به ۷۵ تنه د تدریسي رشتې مطابق وړ او مسلکي کسان د قراردادی ښوونکو په توګه د یاد ولایت دمرکز او ولسوالیو په ښوونځیو کې پر دندو وګمارل شي.
په هغه غونډه کي چې د لغمان ولایت د مرکز اړوند دروښان عالي لیسه کې جوړه شوي وه د پوهنې رییس عبدالله حمیدی د آزموینې ګډونوالو ته د بشپړ شفافیت ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د یو تن حق به هم نه تلف کیږي.
