فراه ولايت کې د څه د پاسه۲ مېليونه افغانيو په لګښت د درې بابه ښوونځيو ودانۍ ترمیم شوې

د فراه ولایت پوهنې ریاست خبر ورکوي، په دې وروستیو کې د پوهنې له بودیجې څخه د ۲ مېلیونه او ۱۷۶ زره افغانیو په لګښت، د یاد ولایت په پشت کوه ولسوالۍ کې د پیر حاجات، چاه زندان او اور لېسو د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې او د دغه ولايت د پوهنې مسئولينو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پوهنې مسئولينو له يادو ښوونځيو څخه د ليدنې پر مهال وويل، چې د دغو ښوونځيو د بيارغونې په بشپړېدو سره به د زده کوونکو د سالم درسي چاپېريال د نشتوالي له امله پرتې ستونزې هوارې شي.
له بلې خوا د خلکو استازو په هېواد کې د ښوونیزو بنسټونو د جوړولو او ترمیم په برخه کې د پوهنې وزارت د رهبرۍ له پاملرنې او زیار څخه مننه وکړه او د هېواد له پوهنیز نظام څخه یې د خپل ملاتړ ډاډ ورکړ.