رسنيز بلنليک

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۶
51465

ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی ریاست او ساینس مرکز مؤلفانو او علمي شخصیتونو، د کابل او ښوونې او روزنې پوهنتونونو او همدارنګه د علومو اکاډمۍ د استازو په حضور کې، د عمومي زده کړو له اووم څخه تر نهم ټولګیو د ریاضي او ساینس درسي کتابونو د مسودې منځپانګې په اړه د نظرغوښتنې علمي غونډه د شپږو ورځو لپاره ترسره شي.

وخت: ۱۴۴۸/۲/۱۰ هـ‌ ق نېټه، شنبې ورځ، چې د ۱۴۰۵ ل. کال د زمري/اسد میاشتې له ۳مې نېټې سره سمون لري، د سهار۸:۳۰ بجې؛
پته: کارته چهار، د سید جمال‌الدین افغان دارالمعلمین په انګړ کې، د کابل پوهنتون دروازې ته مخامخ، د پوهنې وزارت ساینس مرکز تالار؛
 د رسنیو له درنو خبریالانو څخه په ډېر درنښت هیله کېږي، ترڅو د یادې علمي غونډې په خبري پوښښ کې زمونږ سره همکاري وکړي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره له لاندې شمېرو سره اړیکه ونیسئ:
۰۷۶۶۰۷۲۱۸۹ او ۰۷۷۶۰۷۳۳۲۲

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۶
Background image

رسنيز بلنليک

ټاکل شوې ده چې د پوهنې وزارت محترم مشرتابه، د ښوونیز نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی ریاست او ساینس مرکز مؤلفانو او علمي شخصیتونو، د کابل او ښوونې او روزنې پوهنتونونو او همدارنګه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست اوونیز راپور

(له شنبې څخه تر پنجشنبې، د ۱۴۰۵/۴/۲۷ څخه تر ۱۴۰۵/۵/۱ نېټې پورې)

د پوهنې وزارت دعوت او ارشاد ریاست د خپلو دیني، روزنیزو او څارنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په موخه د تېرې اوونۍ په ترڅ کې یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۴
Background image

په کابل ښار کې د یوه دارالعلوم د څلور نیم میاشتنیو ازموینو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د دارالعلومونو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقدوس قدوسي، په کابل ښار کې د امام ابوحنیفه (رحمة‌الله‌علیه) عالي دارالعلوم له څلور نیم میاشتنیو ازموینو بهیر څخه لیدنه وکړه.
نوم. . .

BACK TO NEWS