د ګل اقای شهید عالي لېسه کې کمپیوټر لب فعال شو

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۸ - ۹:۴۹
د ګل اقای شهید عالي لېسه کې کمپیوټر لب فعال شو

د پروان ولایت د سید خیل ولسوالي د ګل اقای شهید په عالي لېسه کې کمپیوټر لب فعال او د زده کوونکو پرمخ پرانېستل شو. د کمپیوټر زده کړې دغه ټولګی د کمپیوټر مضمون د عملي زده کړو په موخه د پاملرنې نړیوالې موسسې له لوري جوړ شوی دی. 
یاد کمپیوټر لب چې پر ۵ پایې لپټاپ کمپیوټرونو، دوه پرنتره، شپز پایی میز او چوکې، یو مولد او لمریز «سولر» سیستم سمبال دی د یادې موسسې ۴۵۰ زره افغانۍ پرې لګېدلي دي. 
د پروان د پوهنې رییس عبدالظهور حکیم د کمپیوټر د عملي زده کړو په برخه کې د یاد ټولګي جوړېدل یو مهم ګام وباله زیاته یې کړه، ددې لېسې زده کوونکي تر دې مهاله د کمپیوتر له عملي زده کړو محروم وو او د کمپیوټر او عصري علومو زده کړې ته یې شدیده اړتیا درلوده، چې د یاد ټولګي له جوړېدو سره به یادې ستونزې هوارې او زده کوونکي وکولای شي په عملي ډول د کمپیوټر مضمون زده کړي. هغه دغه راز د یاد کمپیوټر لب د جوړېدو له امله د پاملرنې له موسسې څخه مننه وکړه او هیله وکړه، چې ددې مهمو ټولګيو جوړېدل د پروان نورو ښوونځيو ته هم وغځوي. 
د یاد ولایت د پوهنې رییس دغه راز له ښوونکو او زده کوونکو وغوښتل، چې له یادو وسایلو او تجهیزاتو څخه په عملي زده کړو کې اعظمي ګټه واخلي او ساتنې او مراقبت ته یې هم جدي پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۳:۲
Background image

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین محترم معین د معیاري ازموینو د څلورمې او وروستۍ ورځې له بهیر څخه څارنه وکړه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق، د معیاري ازموینو په څلورمه او وروستۍ ورځ، د کابل ښار شپږمې ښوونیزې حوزې اړوند عبدالعلي مستغني عالي لېسې ته لاړ او هلته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۲۰
Background image

په غزني ولایت کې د یوې لېسې کمپیوټر خونه پرانیستل شوه

د غزني ولایت پوهنې مسئولینو په حضور کې، د جاغوري ولسوالۍ اړوند نور جاغوري لېسې کمپیوټر خونه رسماً پرانیستل شوه.
یاد لابراتوار چې ۲۱ پایې کمپیوترونه د هغوی له مېزونو او څوکيو سره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

په کابل ولایت کې د یوې لېسې احاطوي دېوال له جوړولو څارنه وشوه

د کابل ولایت پوهنې ریاست د رهبري د لارښوونې پر بنسټ، د یاد ریاست تخنیکي ټیم د پوهاند نګهت سعیدي لېسې د ډبرین احاطوي دېوال جوړولو بهیر څخه څارنه وکړه، کوم چې دغه لېسه د چهار آسیاب. . .

BACK TO NEWS