د کندهار ولایت پوهنې ریاست او پوهنتون ترمينځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو
مه پوهنې وزارت، کندهار : د کندهار پوهنتون او پوهنې ریاست د مشرتابه له لوري د ګډ کار او همکاريو هوکړه ليک لاسليک شو.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه، د کندهار ولايت پوهنې رئيس پوهنیار محب احمد روښان، د یاد ولایت د پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل انجینير شیرشاه رشاد او د پوهنځیو رئيسانو ګډون درلود.
د کندهار پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل انجینير شیر شاه رشاد وویل: یاد هوکړه لیک به ۵ کاله دوام مومي، چي اصلي موخه یې د سیمې ځوانانو ته په تحصیلي برخه کې د لازمو اسانتیاو رامینځته کول دي،
همدارنګه د پوهنې رئیس د کندهار پوهنتون له رهبرۍ مننه وکړه، چي دوى سره په تعلیمي بهیر کې همکاري کوي.
نوموړي زیاته کړه، له شته امکاناتو څخه به په سمه توګه استفاده وکړي، ترڅو د ادارې د پياوړتيا لپاره ښه زمینه برابره شي.
