د کمپاینونو او ټاکنو په درشل کې د پوهنې وزارت کارکونکو کار او لاسوهنه منع ده.
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزارت د پخواني اعلامیې په تعقیب ،یو ځل بیا په کلکه لارښوونه کیږي چې د ټاکنو او کمپاینونو په درشل کې د پوهنې وزارت کارکونکو، وسائلو او امکاناتو څخه د ټاکنو او نوماندانو په ګټه کار اخیستل منع دي.
پوهنې وزارت د یوې بې اړخه او غیرسیاسي ادارې په توګه، د ټاکنو قانون پر اساس مکلف دي تر څو د ډیموکراسي پروسې د تحقق لپاره یواځې د ټاکنو په ورځ د ټاکنو خپلواک کمسیون سره همکاري وکړي او د رایه ورکولو پروسې اسانتیا په موخه خپل درسي ټولګي او ښوونځي د ټاکنو په ورځ یاد کمسیون ته وسپاري.
د پوهنې وزارت مرکزي،ولایتې او ټولو هغو ادارو ته چې د پوهنې وزارت پوري اړه لري لارښوونه کیږي تر څو د پوهنې وزارت بې طرفي ساتلو او د زده کوونکو ښوونې او روزنې او تدریسې دندو او مسئولیتونو غوره توب په نظر کې نیولو سره په ټاکنو او کمپاینونو کې د پوهنې وزارت له کارکوونکو، وسایلو او امکاناتو ګټې اخیستلو څخه جدا ډډه وکړي.
د ښوونېز څار غړي هم مسئولیت لري تر څو په مرکز او ولایتونو کې د یاد لارښود له تطبیق څخه څارنه وکړي او د خپل څار نتیجې د پوهنې وزارت له لوړرتبه کارکونکو سره شریکې کړي.
