د پکتیکا ولایت یو شمېر مشهورو علماءکرامو د پوهنې وزارت له اسلامي زدهکړو محترم معین سره وکتل
د پکتیکا ولایت یو شمېر مشهورو علماءکرامو د پوهنې وزارت له اسلامي زدهکړو معین محترم الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره په کتنه کې د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
لومړی د پوهنې وزارت محترم معین مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د ټولنې د اصلاح په برخه کې د علماءکرامو فعالیتونه ګټور وبلل او د هغوی ستاینه او قدرداني یې وکړه.
ورپسې یو تن دیني عالم د نورو په استازیتوب، د پوهنې له محترم معین سره د ملاقات په هکله رضایت څرګند کړ او د خپل اړوند ولایت د ښوونیزو او روزنیزو ادارو، په ځانګړې توګه د اسلامي زدهکړو په مرکزونو کې د یو شمېر ستونزو په اړه یې د وزارت له مشرتابه سره معلومات شریک کړل، چې د اسلامي زدهکړو محترم معین له لوري ورسره د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وشوه.\
