د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د کونړ ولایت پوهنې ته ۲.۶ جریبه ځمکه وقف شوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۱۲
cbvxcv

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو اصلاحاتو ریاست په مقام کې، د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس او د ځمکې د لېږد او وېش د رئیس حافظ عبدالکبیر زاهد په ګډون یوه غونډه وشوه.
د پوهنې وزارت کې د تعلیمي زیربناوو د ملاتړ او پراختیا په اړه د افغانستان اسلامي ا.مارت د مشرتابه عالیقدر مقام له حکم سره سم، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په رسمي ډول د کونړ ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د یو باب ښوونځي جوړولو په موخه، ۲.۶ جریبه ځمکه د یادې ولسوالۍ پوهنې آمریت ته وسپارله او اسناد یې د دواړو وزارتونو د رئیسانو لخوا لاسلیک شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS