د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د کابل ښار ورستي چاوني وروسته د رڼا نمبر ۱ خصوصي ښوونځي او زده کوونکو حالت و څیړه
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي د رڼا نمبر۱ خصوصي ښوونځي څخه چي د کابل ښار په وروستي چاودنه کي ورته زیان رسیدلي وو د زده کوونکو روحي او رواني حالت او همدارنګه د ښوونځي د زیانمنو برخو څخه لیدنه وکړه.
د پوهنې وزیر نن ورځ د یاد ښوونځي څخه د لیدني پرمهال چي ۱۲۰۰ زده کوونکي لري په ټولګیو کي د زده کوونکو سره خبري اتري وکړي او هغوي يي وهڅول چې د افغانستان روښانه او پرمختللي راتلونکي په موخه خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د ښوونې او روزنې وزير د پوهنې کتاب د کمپاين په چوکاټ کې راغونډ شوي کتابونو څخه لیدنه وکړه، او له یادي ادارې يې وغوښتل چې په دې برخه کې ډیر فعالیت وکړي.
ډاکتر بلخي یاد ښوونځي ته د ښوونیزو خدمتونو د ښه والي په موخه لازمي لارښووني هم ورکړي .
د یادوني وړ ده چي دا ښوونځي ۵۲ ټولګي لري چي د لمړي څخه تر دولسم ټولګي پوري په دوه وختونو کي ښوونیز خدمتونه وړاندي کوي.
