د پوهنې وزیر او د کابل والي د معیاري ښوونځيو جوړولو او د ښوونیزو خدمتونو ښه والي په موخه خبرې وکړي
پوهنې وزارت- کابل: د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د کابل والي محمدیعقوب حیدري د کابل ولایت د ښوونځيو معیاري جوړولو او د ښوونیزو خدمتونو ښه والې په موخه لیدنه او خبرې اترې کړي دي.
دا لیدنه چې نن د زمري ۱۳ مه پوهنې وزارت کې تر سره شوه؛ دواړو لورو د کابل ولایت پوهنې حالت او د ښوونې او روزني ښه والي په موخه خبرې اترې وکړې.
د پوهنې وزیر د کابل ولایت مقام له ګډو همکاریو څخه مننه وکړه، او د کابل والي ژمنه وکړه چې د افغان ماشومانو ښوونیزو خدمتونو ښه والي په موخه به د پوهنې وزارت سره تل همکاري وکړي.
