د پوهنې وزارت محترم ستر سلاکار بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲۸
سیبسی

د پوهنې وزارت ستر سلاکار محترم سید غیاث الدین آغا په یو کاري سفر بدخشان ولایت ته ورسېد او د یاد ولایت له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي محمد طاهر جواد، د مرکز او ولسوالیو د ښوونځيو له آمرینو او کتابتونونو له مدیرانو سره یې وکتل او د کتابتونونو د وضعیت، د موجوده کتابونو د محتوا او د پوهنې وزارت د پالیسیو پلي کولو په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
په دې غونډه کې، د پوهنې رئیس د یاد پلاوي د هرکلي په ترڅ کې زیاته کړه چې د پوهنې وزارت د لوړ پوړي سلاکار سفر د همدغه ولایت د ښوونځیو د کتابتونونو د ارزونې لپاره ترسره شوی او ټول اړوند چارواکي مکلف دي، چې په دې برخه کې اړینې همکارۍ وکړي.
ورپسې د پوهنې وزارت محترم سلاکار د کتابونو او تعلیمي سرچینو په نږدې څارنې ټینګار وکړ او ویې ویل چې تعلیم د ځوان نسل د سالمې او اسلامي زده‌کړې لپاره دروند مسئولیت لري. 
دغه راز نوموړي د یو شمېر ښوونځیو کتابتونونو څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو چارواکو ته یې د مناسبو کتابونو د تنظیم، ساتنې او ټاکنې په اړه اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۷
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې مدرسې لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت فرشغان ولسوالۍ اړوند ماشکندي کلي په سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه دیني مدرسه کې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې.
یاده وداني پر هغه ځمکه جوړېږي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۰
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو لپاره د وړتيا لوړونې روزنیزه برنامه پیل شوه

د بامیان ولایت په پنجاب او یکاولنګ ولسوالیو کې د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنی روزنیز پروګرام د ۹۳ تنو ښوونکو لپاره په جلا او هم‌مهاله توګه پیل شو.
په ياد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۰
Background image

د روان کال په لومړۍ ربع کې د بامیان ولایت له پوهنې سره نږدې ۴ میلیونه افغانۍ مرسته شوې

د بامیان ولایت د پوهنې ریاست راپورونو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال په لومړۍ ربع کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له یو شمېر تعلیمي مرکزونو سره د ۳ میلیونه، ۷۵۲ زره او ۳۵۰ افغانیو په. . .

BACK TO NEWS