د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک په تړاو غونډه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۱۱
24

په هغو مراسمو کې چې د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست او د زندانونو چارو د سمون ادارې ترمنځ د بې سوادۍ له منځه وړلو او د زندانیانو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونو جوړولو په موخه د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیکېدو په مناسبت جوړ شوي وو، پکې د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې رئیس محترم الحاج مولوي عبیدالله آخندزاده، مسئولینو او د زندانونو چارو د سمون ادارې لوی رئیس محترم حافظ مولوي نظر محمد ناصري ګډون درلود.
په پیل کې د سواد زده کړې چارواکو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د پلانونو، پروګرامونو، د زندانیانو لپاره د لازمو تعلیمي فرصتونو برابرولو او د سواد زده کړې ریاست یو شمېر نورو فعالیتونو په اړه یې هر اړخیز معلومات ارایه کړل.
ورپسې د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس، د یاد هوکړه‌لیک له لاسلېکدو څخه خوښي څرګنده او زیاته یې کړه چې پلان لري تر څو د هېواد په زندانونو کې د ټولو بندیانو لپاره د سواد زده‌کړې کورسونه جوړ او د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې نصاب به په پورته ذکر شويو کورسونو کې تدریس کړي.
همدارنګه نوموړي وویل چې د زندانونو چارو د سمون ادارې سره په همغږۍ به د روزنیز کورسونو تر بشپړېدو وروسته، د یادو کورسونو فارغانو ته، د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې ریاست له لوري تر اروزنې وروسته سندونه او تصدیق‌پاڼې ورکول کېږي.
دغه راز د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس ډاډ ورکړ چې د دوی اړوند اداره، بندیانو ته د اسلامي روحیې پر بنسټ د زده‌کړې لپاره ژمنه ده، تر څو په راتلونکي کې زندانیان په خپلو تېرو کړنو پښېمانه او په راتلونکي کې د خپلو خلکو او هېواد لپاره د ګټورو خدماتو سرچینه شي.
یاد پرتمین مراسم د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې د رئیس محترم الحاج مولوي عبیدالله آخندزاده له خوا دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۲۹
Background image

په ننګرهار کې د دوو ښوونځیو د ترمیم چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌آباد ښار کې د عبدالوکيل لېسې او د بهسودو ولسوالۍ د قلعه میرزا لېسې د ترمیم چارې د پوهنې وزارت له داخلي بودیجې څخه د ۲ میلیونه، ۶۴۱ زره او ۹۴۳ افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۲۷
Background image

په غور کې د څه کم ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د سیدآباد لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ د ۲۹۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې، د دغه ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۹:۲۸
Background image

د سړو او ډېرو سړو سیمو او ولايتونو اړوند ښوونځیو د کلنیو ازموینو پیل په اړه د پوهنې وزارت خبرتيا

څرنګه چې ۱۴۰۵ ښوونیز کال د پای ته رسېدو په حال کې دی، نو د اقلیمي بدلون د لایحې او کړنلارې له مخې، د سړو او ډېرو سړو سیمو او ولایتونو د نهاري ښوونځیو اړوند زده‌کوونکو او سامعینو،. . .

BACK TO NEWS