د پوهنې وزارت خبرتیا
د پوهنې وزارت ټولو کارکوونکو ته خبر ورکول کیږي، چې د دوشنبې ورځ د زمري ۲۸ مه نیټه د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د جشن په مناسبت؛ ټول ښوونکي، کارکوونکي، او زده کوونکي رخصت دي.
د لوی اختر له پای ته رسېدو وروسته، د سړو ولایتونو د ښوونځیو د اوړي رخصتۍ هم پای ته رسېدلې دي.
له ټولو ښوونکو او زده کوونکو څخه غوښتنه کیږي چې په رسمي ورځو کې له مهالوېش سره سم؛ ښوونځیو ته حاضر شي.
